انصار: ( د چنګاښ ۸مه)، د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د طالبانو تر کنټرول لاندې په ۱۶ ولایتونو کې د باران د احتمال خبرداری ورکړی دی.
دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کنړ، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، ننګرهار، لوګر، میدان وردګو، پکتیا ولایتونو کې... په بامیان او سمنګان کې د باران وړاندوینه شوې ده.
د اعلامیې پر بنسټ، د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.
په اعلاميه کې د هېواد په شمالي، لوېديځو او مرکزي ولايتونو کې د سختو بادونو د ورېدو اټکل هم شوى دى.
خبرځاى زياته کړه چې ددغو بادونو سرعت به په ساعت کې له ٥٠ تر ٨٠ کيلومترو پورې وي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32250